خبرونهنړۍ

انتونیو ګوتریش: اسرایېلو ښکاره له نړیوالو بشري قوانینو سرغړونه کړې ده

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتونیو ګوتریش تازه په غزه کې د اسرایېلو د بمبارونو په اړه خواشیني ښودلې. نوموړي ګوتریش په غزه کې د ډلییز
قبرونو د موندلو په اړه ویلي چې خپلواک پلټونکي دې سمدستي لاس په کار شي، تر څو د اسرایېلو ترسره کیدونکي زیانونه ښه وڅېړل شي. نوموړي یوه میاشت وړاندې د غزې رفحې ښار په سرحدي سېمه کې یو خبري کنفرانس ته ویلي و چې ”اسرایېلو ښکاره له نړیوالو بشري قوانینو څخه سرغړونه کړې ده. نوموړي زیاته کړې وه چې د فلسطین ولس له ۵۶ کلونو راهیسې تر یرغل لاندې دی او ګام په ګام له خپلې خاورې جلا کېږي، تازه یې اقتصاد هم له منځه تللی، خلک یې بې ځایه شوي او کورونه یې ویجاړ شوي دي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx