افغانستانخبرونه

تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۱۲مه، ۱۴۰۳ل): مالیې وزارت وایي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ګمرکونو کې صادرات او واردات ورځ تر بلې د غوړیدلو په حالت کې دي. ددغه وزارت د خبر پاڼې له مخې په تېره یوه میاشت کې د ګمرکونو له لارې ۵۰ میلیارده افغانیو په ارزښت صادرات او واردات شوي دي.
یاده خبر پاڼه زیاتوي چې د ګمرکونو ۲۴ ساعته فعالیت، د بریښنایي سکېنرونو نصبول او شفافیت ددې لامل شوی چې د هېواد په ټولو ګمرکونو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی دی. په ورته مهال کورني او بهرني سوداګرو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې د ګمرکي مسوولینو لخوا په یادو ګمرکونو کې د لویو موټرو پر مخ یو شمېر اسانتیاوې را منځته شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx