افغانستانخبرونه

پاسپورټ عمومي ریاست یو شمېر ولایتونو ته د نوم لیکنې خبرتیا ورکوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): د پاسپورټ عمومي ریاست په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د بغلان، زابل، پکتیکا، باميان، خوست او ميدان وردګو اصلي ځایي اوسېدونکي دې له مرکز کابل څخه فورمې خپلو ولایتونو ته بدلې کړي.

ددې ریاست د خبر پاڼې له مخې، د یادو ولایتونو ځایي اوسیدونکي چې له دې وړاندې یې نوم لیکنه نه ده کړې اوس کولی شي چې د خپل ولایت له پاسپورټ مدیریتونو فورمې تر لاسه کړي او نوې نوم لیکنه وکړي.

په ورته وخت کې په مرکز او یو شمېر نورو ولایتونو کې د پاسپورټ مراجعینو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې رشوت او کمیشن کاري ختمه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx