افغانستانخبرونه

لغمان ولایت کې ۴۹۶ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): د لغمان ولایت امنیه قومنداني خبر ورکوي چې ددغه ولایت امنیه قومندان او له نشه توکو سره د مبارزې مسوولینو په ګډه په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو له کښت څخه ځمکه پاکه کړې ده.
د خبر پاڼې له مخې، یاده ځمکه له پېنځو ولسوالیو او شپږ امنیتي حوزو څخه پاکه شوې ده.
خبر پاڼه زیاتوي چې یوه ورځ وړاندې هم ددې ولایت له یو شمېر سېمو د کوکنارو کښت له منځه وړی چې ټوټل ۴۹۶ جریبه کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په مرکز کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت وایي له لس میاشتو راهیسي د امیر المؤمنین شیخ هبة الله اخندزاده د حکم سره سم د نشه یي توکو پر کښت د هېواد په ټولو سېمو کې د کوکنارو پر کښت بندیز لګيدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx