لیکنې

ابو الحسن ندوي رحمه الله

علامه ابوالحسن ندوي رحمه الله د شهید سید قطب رحمه الله د فکر اړوند وايي چې دی پر خپله لار دومره باوري دی چې دفاع يې نه کوي، بلکې د باطل د ماڼۍ پر بنسټونو تعرضي وارونه کوي؛ همدا ځانګړنه د معزز استاد په لیکنو کې هم واضح درک کېږي.

استاد په داسې ډول د اسلامي فکر تشریح او د باطل د بطلان جرړې را پلټي چې په هیڅ ځای کې هم دفاعي انداز نه تر سترګو کېږي؛ ممکن په ټولنیز شکل، د نظام په شکل یا د یو سیستم په ډول يې د دفاع تجویزونه کړي وي، خو په شخصي ډول يې هغه باور چې په لیکنو کې تشریح کېږي تل تعرضي شکل لرلی دی، د خپل مفهوم په ارایه کې يې کله هم شف شف نه دی کړی، لار يې واضح، لوری يې معلوم او حق يې تر دې ډېر لوړ بللی چې د څو افرادو طبیعتونه خټه نه شي.

مثلاً که د تېر رژیم د معارف په نظام څوک بحث کوي نو ممکن ډېر شاوخوا لحاظونه په پام کې وساتي او خورا په محتاط ډول د ګڼو جعلي ښېګڼو په منځ کې یوه واقعي نمګړتیا هم په نه زړه یاده کړي، دا مصلحت په علمي او تاریخي مسائلو کې د راتلونکو نسلونو د تاریخي ګمراهۍ سبب کېدای شي، ممکن فعلاً يې ځینې د ځینې ملحوظاتو له امله مناسب کار وبولي خو په دراز مدت کې د تاریخي انحراف وېره ترې پیدا کېدای شي، خو معزز استاد په واضحو ټکو او په پوره صراحت سره د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې په نصاب کې پرلپسې مداخله د دې علت بولي چې په پایله کې يې تعلیم په «تجهیل» واوښت.

«امریکایانو د یوې سنجول شوې توطیې په ترڅ کې د افغانستان پر خلکو داسې یو تعلیمي نصاب ور تحمیل کړ چې د اسلوب، تعلیمي مېتود او د معلوماتو د سویې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معلیمنو او متعلمینو له سويې او وضعیت سره مطابقت نه درلود.

د دې کار نتیجه دا شوه چې نه موجودو معلمینو دغه د پردیو له لوري فرمایشي نصاب په سم ډول تدریسولی شو، او نه هم زده کوونکو له هغه سمه استفاده کولی شوه، چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ سرپرستان ټول له یوه ذهني اضطراب سره مخ کړل.

او چې د معارف او د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شو نو نتیجه یې د (تعلیم) پر ځای (تجهیل) راووته، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم و؛ ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx