خبرونهنړۍ

کولمبیا له اسراییلو سره د اړیکو په پرې کولو غور کوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): د کولمبیا ولسمشر وایي چې په غزه کې د اسرایېلو د نسل وژنې له امله له دوی سره روابط قطعه کوو.
نوموړي کوستاوو پیترو ټینګار کړی، چې که اسرایېل په غزه کې نسل وژنې ته دوام ورکړي، نو مونږ به هم په دیپلوماتیکو اړیکې له سره غور وکړو.
نوموړي زیاته کړې چې د بشر پاله هېوادونو مسوولیت جوړېږي، تر څو د عدالت په نړیواله محکمه کې د غزې په ملاتړ غږ اوچت کړي. دا په داسې حال کې ده چې کولمبیا له اسرایېلو او د امریکا د متحده ایالتونو سره په دیپلوماتیکو او پوځي اړیکې کې تاریخي مخینه لري.
نوموړي دا خبرې په داسې مهال کړي چې د کولمبیا په مرکز بوګوتا کې ددې هېواد ځایي اوسیدونکو د غزې په ملاتړ لاریون کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

ډيره دشرم او بي غيرتي پيغام دئ مسلم زعماو او خاص عربي مشرانو ته چې د کولمبيا، نکاراگوا او سويلي افريقا مشران اسرايل صيهونيستى رژیم سره ديپلوماتيکې اړيکې غوڅوى، مګر دغه مسلم او عربي مشران د غلامۍ په خوب ويده دى.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx