افغانستانخبرونهروغتیانړۍ

بې سرپوخه خواړه صحت ته زیان رسوي

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): په بریتانیا کې افغان ارواپوه او او د پوهنتون استاد وایي، په بازار کې بې سرپوخه خواړه مو روغتیا زیانمنوي.

نوموړي ډاکټر امان شمس ټینګار کړی چې مخ پر ودې او وروسته پاتې هېوادونو کې زیاتې ناروغۍ د بې سرپوخه خوړو او د کیمیوي موادو له استعماله پیدا کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې ” د بازار يخچالي خواړه لکه برګر، پيتزا او داسې نورو ته کېمياوي مواد ور اچول کيږي تر څو د اوږد مهال لپاره وساتل شي او خراب نشي. څېړني ښيي دغه کېمياوي مواد د انسانانو روغتيا ته زيان رسوي. تر ټولو ښه خواړه هغه دي چې له تازه شيانو څخه پخپل لاس پاخه شوي وي”.

په ورته مهال د روغتیا وزارت مسوولینو په کابل، جلال اباد، مزار شریف او د یو شمېر نورو ښارونو ځایي اوسیدونکو او بې سرپوخه پلورونکو ته توصیه کړې چې د مکروبي شیانو له پلورلو ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx