افغانستانخبرونه

هوا پېژندنې ریاست د واورې او بارانونو اټکل ورکړی دی

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبر ورکړی چې سبا او بله ورځ به د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو احتمال ډېر وي.

ددې ریاست د اټکل له مخې، دا واورې او بارانونه به هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، پکتیا، پکتیکا، غزني، دایکندي، اروزګان، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل بلخ، سمنګان، بامیان وردک چوک، لوګر، کابل، پروان، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، بدخشان او تخار ولایتونه به تر پوښښ لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په کندهار، هلمند، ننګرهار، نورستان، پنجشېر، او یو شمېر نورو ولایتونو کې شدیدو بارانونو او سېلابونو زیات شمېر هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx