افغانستانخبرونه

دفاع وزیر: د امنیت په ټینګښت افغانستان کې د پانګونې لپاره فرصت برابر شوی دی

 

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۱۳مه، ۱۴۰۳ل): د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې ددغه وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د چین له سفیر جاوشینګ سره کتلي دي.

د خبر پاڼې له مخې، په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو خبرې شوې دي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې یاده لیدنه کې مولوي محمد یعقوب مجاهد په افغانستان کې بهرني پانګه وال ستایلي او ویلي یې دي چې د امنیت په ټینګښت ټولو داخلي او خارجي وګړو ته ډاډ ورکوم چې په ډاډه زړه پانګونه وکړي.

همدا راز ښاغلي جاوشینګ له افغانستان سره اړیکې تاریخي بللي او ویلي یې دې چې چین به له افغانستان سره په اقتصادي او صنعتي پروژو کې ګډې همکارۍ ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx