افغانستان

کندهار: په سرپوزي زندان کې لسګونه زندانیان مسموم شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د کندهار سیمه ایز چارواکي وايي چې د دې ولایت د لوی زندان لسګونه تنه تېره شپه مسموم شوي دي.

د کندهار د والي ویاند دواخان مینه پال وايي چې تېره شپه د سرپوزي زندان پنځه اتیا تنه زندانیان مسموم شوي دي.
نوموړي يې د مسموم کېدلو له علته ناخبري وښوده او ويې ویل چې پلټنې يې پیل کړي دي.

د چارواکو په قول مسموم شوي زندانیان يې دم ګړۍ میرویس روغتون ته لېږدولي دي او ويلي يې دي چې له څوتنو پرته د نورو حالت د اندېښنې وړ نه دی.

د میرویس روغتون مسوولین وايي چې د مسموم شويو زندانیانو شمېر ترسلو هم اوړي.

تر اوسه نه ده روښانه چې د پېښې اصلي علت څه دی، خو د کندهار چارواکي وايي چې دوی به يې پلټنه وکړي.

یاده دې وي چې په کندهار کې سرپوزی هغه زندان دی چې نږدې درې کاله وړاندې ترې طالبانو په حیرانوونکي تکتیک خپل نږدې شپږ سوه تنه ملګري ازاد کړل.

ویل کېږي چې له هغه وروسته په یاد زندان څارنه کلکه شوې ده.

په دې زندان کې سلګونه تنه زنداني دي چې ډېری يې د طالبانو او له طالبانو سره د همکاري په تور یاد زندان ته وړل شوي دي.

د سرپوزي له زندانه څو ځلې د زندانیانو شکایتونه شوي دي او ډېری وخت يې د نه خوړو اعتصابونه هم کړي دي.

د دوی په خبره دلته په میاشتو آن کلونو-کلونو یو څوک بې د دوسيې له څېړلو پروت وي او پوښتنه يې نه کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x