خبرونهنړۍ

پنجاب کې یو مسافر وړونکی بس له ګړنګه لوېدلی دی

نن ټکی اسیا ( جمعه، د غوایي ۱۴مه، ۱۴۰۳ل): د پاکستان په پنجاب ایالت کې یو مسافر وړونکی بس له ګړنګه لوېدلی دی.

ددې ایالت ویاند فیض الله فراق ویلي چې یاده پېښه د پنجاب له راولپنډۍ د ګلګت – بلتستان هنزه درې ته پر لاره رامنځته شوې چې له امله یې ۲۱ تنه مړه شوي او ۲۵ نور سخت ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، ټپیان مو د پولیسو او ځایي خلکو په مرسته تر روغتونونو رسولي دي.

په ورته مهال ځایي خلکو رسنیو ته ویلي چې یاد بس له ۱۸۰ متره لوړ ځای څخه د سیند غاړې ته لوېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx