افغانستانخبرونهنړۍ

سهیل شاهین په قطر کې نیسفور میګندي سره لیدلي

نن ټکی اسیا ( جمعه، د غوایي ۱۴مه، ۱۴۰۳ل): په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د سره صلیب، سرې میاشتې او د نړیوال فدارسیون له استازي نیسفور میګندي او مل پلاوي سره کتلي.

ښاغلي سهیل شاهین په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې پر بشر دوستانه مرستو سربېره په افغانستان کې د ګونډو، یتیمانو او د زړه په سوري د اخته ماشومانو په درملنه خبرې وشوې.

ایکس پاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې پر بشري مرستو او پراختیایي پروژو ټینګار شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx