نظــر

په څرخ کې څه تيريږي؛ خو له رسنيو پټ

لیکوال: وحيدالله لوګری

څرخ د لوګر له تاريخي او غرنيو ولسواليو څخه يوه، چې مولانا يعقوب څرخي او وتلی صوفي شاعر بهاوالدين آغا پکې ږيره سپينه کړې، ددې سيمې جوړښت تر ډيره غرنی او غرونو،د انګورو او ګڼو میووو باغونو يي بڼه بل ډول کړې او د طبیعت په يوه ښکلې منظره يي بدله کړې، د لوګر په ټول تاريخ کې څرخ تل د ديني علماوو، مدارسو او وتلو ديني څيرو ټاټوبی پاتې شوی دی چې د جهاد په وخت د څرخ مولوي صیب په ټول افغانستان کې شونې ده ډير کم خلک ونه پيژني، نور خو يي ټولو ته هره کارنامه او سرښندنه ښه معلومه ده.

خو نن سبا د څرخ، طبيعي ښکلا او سکون هرڅه ترې هره ورځ نښتو، بمباريو، عملياتو او شپنيو عملیاتو اخيستې، په تیروو دوو کلونوکې څرخ د سختې ناامنۍ، وژنو او بمباريو ښکار شوی دی، عمده لامل يي ددې سيمې تاريخي شاليد دی او شونې ده وطن دښمنه څيرې د هیوادله ډيروتاریخي سیمو تیر تاریخ ته په کتو سره ويره ولري.

څرخ وروسته تر هغه تر ډيره د بهرنیانو له لوري په نښه شو چې د دوی په لوګر کې يوازنی ستر پوځي مرکز شنګ د څرخ تر خولې پورې ورسيد او ډيرې عيني ځمکې او دښتې يي هم پکې په وچ زور لاندې کړې، خو د څرخ وضعيت وروسته تر هغه ډير خراب شو، چې په دې ولسوالۍ کې د اربکي په نوم لومړنۍ قراردادي ډلې چې د شمالي ولايتونو وې مقررې شوې او دوی د ولس په ځورونه پيل وکړ، خو باالاخره وسله وال مقاومت ددې لامل شو څو له څرخ څخه ددې خپل سرو ډلو ټغر ور ټول کړي.

خو له تير کال را هيسې نيږدې هره شپه ددې ولسوالۍ په ډيرو سيمو کې بيا د امريکايي ځانګړو ځواکونو وحشتونه روان دي او هره ورځ له ملکي وګړو په ډيره بې رحمۍ ژوند اخلي، او همدا کار ددې لامل شوی دی څو ولسي تنفر نور هم ډير شي او خلک يو ډول له هرڅه بيزاره شي، تير کال ددې ولايت ډيری بڼونه او کروندې همداسې په پټيو کې پاتې شوې او بزګر ترې ګټه وانه خيسته، ځکه په هر بڼ کې به بزګر او کاريګر په الوتکو په نښه کيده.

سږکال بیا د افغانستان ځانګړو ځواکونو چې په دوی کې ډيری يي قومي عقدوي کسان او د شمالي ولايتونو دي دې شنې درې ته ورغلي دي او هره شپه ملکي وګړي وژني او د دوی کورونه پلټي بنديان کوي يي ځوروي يي او نيسي يي،  خو دا لړۍ د سږني کال د هوا له ګرميدو سره سم ډيره چټکه شوې، زه منم طالبان په څرخ کې ډير دي، تر نوروه لوګره شونې ده له ستراتيژيکه پلوه يي طالبانو ته ارزښت ډير وي،لې دا په دې مانا نه ده چې افغان ځواکونه بايد تل ملکي وګړي په نښه کړي او يا ملکي وګړي ووژني.

تيره اونۍ زه په داسې يوه ناسته کې شاهد ووم چې له کابل پلاوی وروسته تر هغه ولاړ چې ځينو رسنيو په څرخ کې د ۴۰ ملکي وګړو  د وژل کيدو اوټپي کيدو خبره وکړه، په لومړي سر کې يادې خبرې تشې ډنډورې وبلل شوې، ځکه څرخ ته رسنۍ نه تلې او هرڅه به چې کيدل د والي د وياند د خولې خبره به سمه وه خو کله چې رسنۍ ورغلې او هرڅه روښآنه شول نو شوی وحشت په هيڅ ډول د منلو وړ نه و.

د څرخ يو وتلي مشر او ديني عالم په هغه ناسته چې په مرکز پل علم کې جوړه شوې وه له کابله راغلي تش په نوم پلاوي ته وویل:« درې تنو زموږ په کور کې دوه تنه شهيدان کړل، لومړی کس يي را و ويست او سپيشل فورس يوه سرتيري بل ته وويل: رقص مرده را ديدي.، په همدې خبره يي و ويشت،بیا يي ویل خوب رقص نکرد بل يي و ويشت او يوازې يو ماشوم يي په دې پلمه چې نورو اجازه ورنکړه پريښود.»

يو بل تن په ياده ناسته کې وويل:« اربکيان ملکي وګړي برمته کړي، لاسونه وروتړي تر مخ يي کړي څو ځانونه له طالبانو  خلاص کړي، کله کله دوی ملکي وګړي شهيدان کړي بیا دا پلمه کوي چې ګواکې ياد کسان  طالبانو په نښه کړي دي او طالبان د ملکي وګړو له کورونو د سنګر په توګه کاراخلي.

په دې ولسوالۍ کې نن سبا د خلکو وژنې، ځورونې او د سپيشل فورس عملیاتو  يو وار بیا له خلکو سکون اخيستی دی، شونې ده يو وار بیا ددې ولسوالۍ خلک د تير کال په څير له هرڅه بې برخې شي او ميوې يي په بڼونو کې د کارغانو خوراک شي يا خرابې شي، د خلکو اقتصاد او وضعيت يي په همدې بڼونو پورې تړلی دی، په دې ولسوالۍ کې د ميوو په موسم کې دا ډول بې رحمه عمليات په هر حال ددې ښودنه کوي چې دلته ولس يو ډول مجبوريږي او اړ کيږي څو يا مړ شي يا موړ، زه چې څومره خبر يم ويل کيږي چې دې ولسوالۍ ته د اربکي سازي طرحه پلان شوې وه ولس يي مخالفت وکړ او اوس اوس ولس په زوره اړ ويستل کيږي څو اربکي سازي وکړي او په دې سره به يوازې  دولت د بیرغ حاکميت هلته ورشي نور چې هرڅه کيږي په دوی کار نشته.

يو وار بیا خبرداری ورکوم، چې دا ولسوالۍ دولت له قصده دې ډول ناامنيو ته ور ټيل وهي او هر ملکي وګړی دوی په يو نه يو نوم په نښه کوي څو په دې ولسوالۍ کې د اربکي سازي پروژه پلې شي يا په قراردادي ډول يو وار بیا د شمال ټلوالې لنډغرو ته وسپارل شي خو ولس بايد ضمانت ورکړی چې نور به طالبان نه پريږدي، خو ولس دا کار ځکه نشي کولای چې طالبان هم د همدې ولس بچيان دي او خپلې جګړې لپاره شونې ده دلايل هم ورسره وي، ښه به وي چې سپيشل فورس، د لوګر ځايي اداره او کابل له طالبانو سره شته ستونزې د ولس له ادرسه حل نکړي بلکه ولس دې خپل کار ته خوشې کړي، اربکي سازې دې پکې نه کوي او د کابل اداره او د طالبانو وسله وال مقاومت دې خپلې ستونزې په خپلو کې سره حل کړي.

ژمن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x