خبرونهنړۍ

کېمرون: د روسیې لخوا د اوکراین نیول د اروپا امنیت ګواښي

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل):  د برېتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمیرون ویلي، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ کړی. نوموړي ویلي د فرانسې په ګډون اروپایي هېوادونه اړ دي، چې د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه په اوکراین کې مستقیمه مداخله ولري.

بلخوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زکروا ګوتڅنډنه کړې که اروپایي هېوادونه د اوکراین په جګړه کې د مداخلې نیت ولري، نو مسکو به یې په ځواب کې ځنډ ونکړي.

نوموړې ادعا کړې، چې اروپا د اوکراین په جګړه کې پټه مداخله کوي، چې دا کار اروپا ته په زیان تمامېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx