افغانستانخبرونه

زابل ولایت کې ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې ده

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي چې په زابل ولایت کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه ځمکه پاکه کړې ده.

د مسوولینو په وینا، یاده ځمکه د زابل ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په ګډون له بېلابېلو سيمه کې څخه پاکه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې له دې دوه ورځې وړاندې په لغمان ولایت کې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو ددغه ولایت له پېنځو ولسوالیو او شپږ امنیتي حوزو څخه ۴۹۶ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx