خبرونهنړۍ

پوتین: له اوکراین به د غرب سرتیري ژوندي لاړ نشي

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تازه په یو خبري کنفرانس کې اروپایي هېوادونه ګواښلي دي.

نوموړي ویلي که غرب اوکراین ته خپل سرتیري راولېږي، نو له دې ځایه به ژوند لاړ نشي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون او د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډېویډ کېمرون ویلي، چې پر اوکراین د روسیې یرغل د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ کړی.

ډېوېډ کېمرون ویلي د فرانسې په ګډون اروپایي هېوادونه اړ دي، چې د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه په اوکراین کې مستقیمه مداخله ولري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx