افغانستانخبرونه

پاسپورټ ریاست په بغلان کې ۲۱ زره پاسپورټونه ویشلي دي

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): د پاسپورټ عمومي ریاست وایي، چې د بغلان د پاسپورټ مدیریت تېر کال ۲۱ زره پاسپورټونه ویشلي.

د بغلان ځایي مسوولینو ویلي چې د پاسپورټونو د وېش له مخې ۱۳۲ ملییونه افغان د دولت خزانې ته جمعه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه نیمه اونۍ وړاندې په ننګرهار کې د پاسپورټ مسوولینو د ۳۷ زره ۵۵۰ پاسپورټونو له ویش د دولت خزانې ته ۲۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ تحويل کړي دي.

په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې نړیواله اداره وایي، که څه هم په تېرو لسو کلونو کې د پاسپورټونو په ویش کې رشوت موجود و، خو په دې وروستیو کې د کمیشن او رشوت کچه را ټیټه شوې او د شفاف ویش له لارې د پاسپورټونو د ویش بهیر چټک شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx