افغانستان

میدان وردګ: په ترافيکي پېښه کې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شول

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه، ۱۳۹۳ل): د کابل – کندهار په لویه لاره د یو ۳۰۳ بس موټر او یو کورلا تر منځ په ترافیکي پېښه کې درې تنه مړه او درې نور ټپیان شول.

دغه پېښه تېره ورځ نږدې غرمه مهال د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت اړوند د سیداباد ولسوالي په سي سي سیمه کې رامنځ ته شوه.

په یاده پېښه کې د یوې مېرمنې او ماوشوم په ګډون درې تنه ټپیان او درې نور مړه شوي دي.

ویل کېږي چې د ټپیانو حالت د اندېښنې وړ نه دی او د درملنې په مؤخه کابل ته لېږدول شوي دي.

په سیمه کې ترافيکي مسوولین وايي چې پېښه د چلونکو د بې غورۍ له امله رامنځ ته شوې ده او د ۳۰۳ بس موټر چلوونکی له سیمې نه تښتېدلی دی.

په یاده لویه لاره سپرلۍ او د موټر چلوونکي د ۳۰۳ موټرو له چلوونکو نه تل شکایت کوي او وايي چې دوی يې ډېری د نشې په حال کې موټر چلوي.

په کندهار کې د یادو ۳۰۳ بسونو شرکتونو ته څو ځلې شکایتونه شوي دي چې له خپلو موټرو نه پر نشه ای توکو روږدي چلوونکي لرې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx