خبرونهنړۍ

سپین بولدک کې درې تنه د پاکستاني پوځیانو په ډزو وژل شوي دي

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۱۵مه، ۱۴۰۳ل): پاکستاني پوځیانو د سپین بولدک پر لاریون کوونکو ډزې کړي چې له امله یې درې تنه مړه شوي او ۲۵ تنه سخت ټپیان دي.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اچکزي یاده پېښه غندلې او ویلي یې دي چې په دې ډزو د پاکستان حکومت دا لاریون نشي ارامولی.

د چمن پرلت وروسته له هغې پېل شو چې د پاکستان حکومت په تېر ۲۰۲۳م کال د نومبر په میاشت کې د افغان کډوالو د جبري ویستلو لړۍ پېل کړه.

په ورته مهال یې د چمن ـ سپین بولدک فرضي کرښې پر ځایي خلکو ته د پاسپورټ او ویزې په تګ راتګ الزامي پرېکړه وکړه، خو د چمن ځایي خلکو د یادې پرېکړې په خلاف تر دې دمه لاریونونه پېل کړي او د پاکستان له حکومته یې غوښتي چې پر فرضي کرښه د تذکرې په تګ راتګ اجازه ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx