نړۍ

پېښور کې بارانونو او توپان لسګونه کسان وژلي او ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): تېره شپه ماخستن د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ښار او شاوخوا سيمو کې سختو بارانونو او تیز توپان شاوخوا شل کسان کسان وژلي او ۳۳ يې ټپيان کړي.

د باران له امله، بريښنا پرې او د ژوند نور اړين توکو ته لاس رسی ناشونی شوی.

د پېښور، رينګ روډ، بډه بېره، کارخانو او يو شمېر نورو سيمو کې د خلکو کورونه نړيدلي او د افغانانو په ګډون لسګونو کورنيو تېره شپه په خټو او اوبو کې تېره کړه.

د پېښور څخه د نن ټکی اسیا خبریال وايي چې په ناصرباغ سرک باندې د یو افغان مهاجر د سخت باران له امله نړیدلی چې له امله يې د یوه کور ۴ ښځې او یو ماشوم وژل شوي.

همدا راز په کارخانو کې د کور د نړیدلو له امله د یوه کور۴ کسان وژل شوي.

د باران پر مهال د پيښور سرکونه، لارې او کوڅې له اوبو ډکې وې او د باران د اوبو د مناسب نظام د نه شتون له امله اوبه د خلکو کورونو ته ننوتې او لسګونو کورونه يې ونړول.

له بارانه وروسته د پېښور په درې لويو روغتونونو کې بيړنی حالت اعلان شو.

د چارواکو په وينا د باران له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اته کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

د پيښور د «ليډي ريډينګ روغتون» ډاکټران وايي، چې د د اکثرو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د توپاني باران او ګلۍ له امله د پېښور نوي سلنه بريښنا پرچاو شوې او د ژوند چارې له ستونزو سره مخ دي.

د تېرې جمعې په ورځ هم پېښور او شاوخوا سيمو کې د سختو بارانونو او توپان له امله اتلس کسان وژل شوي وو.

دا په داسې حال کې چې د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر او کابینه یې په اسلام اباد کې د نواز شریف حکومت د ړنګولو لپاره پراته دي.

د پېښور ښار اوسېدونکي په حکومت نېوکه کوي او وايي چې پېښور اوبو کې ډوب شو او اعلی وزیر په اسلام اباد کې په لاریون کې «ګډاګانې» کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x