افغانستانخبرونه

د بهرنيو چارو وزير د اسرایېلو پر وړاندې د ترکیې سوداګریز پرېکون ستایلی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۱۶مه، ۱۴۰۳ ل): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکيې له سفير جنک اونال سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکو خبرې شوې دي.

نوموړی زیاتوي، چې په یاده ناسته کې د افغانستان د لاجوردو پر تجارت، د مشترکو نندارتونونو په پرانیستلو او هر اړخیزو اړیکو په ټینګولو ټینګار شوی دی.

په دې لیدنه کې مولوي امیر خان متقي له اسرایېلو سره د ترکیې د تجارت د پرېکون پرېکړه ستایلې ده.

د ترکیې د سوداګرۍ وزارت له اسرائيلو سره د تجارت د پرېکون پرېکړه داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې اسرائيلې ځواکونه غزې ته د بشر دوستانه مرستو د لېږدولو اجازه نه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx