افغانستانخبرونه

پاسپورت ریاست هلمند کې شاوخوا ۲۴زره پاسپورتونه وېشلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د هلمند پاسپورټ مسوولینو په تېر کال کې ۲۴ زره او ۶۶۶ ټوکه پاسپورټونه وېشلي دي.

ځایي مسوولین وایي، چې د پاسپورټونو د وېش له مخې د دولت خزانې ته ۱۳۷ میلیونه او ۱۶۱ زره افغانۍ عاید جمعه کړي دي.

په ورته وخت کې د بغلان د پاسپورټ مدیریت تېر کال ۲۱ زره پاسپورټونه ویشلي چې له مخې یې ۱۳۲ ملییونه افغانۍ عاید د دولت خزانې ته تللې دي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه نیمه اونۍ وړاندې د پاسپورټ لوی ریاست په ننګرهار کې د ۳۷ زره ۵۵۰ پاسپورټونو د وېش خبر ور کړی دی.

یاد ریاست زیاتوي چې د پاسپورټونو د ویشلو له مخې ۲۲۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ د دولت خزانۍ ته جمعه شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx