شعـــــرونه

شپږشپېتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ؛ محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

۲۱/شوال/۱۴۴۵

د (اسلامي ادب ګلبڼ) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت!
چې لمبو ته د تـنـور په شان پیدا ده
که پوهېږې، دا سوخته سینه زما ده
کاظم خان شېدا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

چې ملګرې يې د مور و پلار دعا ده
د خداى مينه يې د تورو شپو رڼا ده
پیر محمد کاروان

د غزل ژبه د زړه په خوله غږېږي
عقله پټ شه ګني ستا کيسه رسوا ده
لطف الله خيرخوا

محبت هم انتها د تشدد ده
چې ستا هره ناروا په ما رواه ده
عبدالمعروف سباوون

دغه درې مې ستا دمینې شاهدان دي
که زخمونه که سلګۍ دي که ژړا ده
ذاکر مهاجر

نه ، ناحقه یارانه نه خرابېږي
یا وفا پرې ايښې تا ده او یا ما ده
شفاعت ریحان

ته دې تل يې په ګلونو کې جانانه
ته دې تل يې چې دنيا په تا رڼا ده
دوکتور نور الحبیب نثار

بل به څوک په دغه منځ کې ملامت کړم
ښه پوهیږم چې له ما ده نو په ما ده
شرر ساپی

مونږ د هر چا د خبرو جال کې نښلو
مگر نه گورو چې شاته یې بلا ده
بهار عیار

د مورکۍ کور له څیراغه اور اخیستی
وېرېدلې له ډېوې او له رڼا ده!
استاد امان الله مستغفر

په خبرو کې یې ګډ داودي کیف دی
دلفرېبه یې هر خوی هره ادا ده
صدیق مومند

چې مې کاږي پخپل سر د ځان و خوا ته
د محبوب نظر مې ښکاري کهربا ده
استاد ابراهیم همکار

ما د عشق په تار تړلې پسې ملا ده
یار به ومومم توکل مې په الله ده
منصور جان

همه واړه د مین د زړه عذاب دی
که وفا ده که جفا ده که ادا ده
عبدالرحمن غضري

مینه ګوره څه وړه خبره نده
لږ شاهان کړي او بیا ډېرو له بلا ده
سایل پاشا

چې دا ستا غږ سره نه غورزم په ځمکه
خدای خبر دی په ما شوې څه بلا ده
بخت جمال کريمي

محبت دلته بيخي لويه ګناه ده
ناروا ده، ناروا ده، ناروا ده
احمدالله نثار

په ګريوان کې مې آهونه دفن کړي
زړه مې هم د ارمانونو کربلا ده
حمدالله فطرت

تۀ لږ غوږ شه! چې دا غلی ځوږ د څۀ دی؟
سریندې غوندې نرۍ – نرۍ ندا ده
منصور درمان

څه نا هیلی یې له قبره را روان یم
غږ یې اورمه هغه هم په ژړا ده
منصور څاروان

د مالت خلګ که هرڅه راته وایي
نن درځمه ستا لیدو ته مې سودا ده
سیحان کندهاری

تخیل مې پري غزل، غزل، غزل دی
ماته ستا مخ له الهامه هم سیوا ده
عبدالستار رسان

ستا د حسن امامت راته منظور دی
زما زړه درپسې کړې اقتدا ده
نبیل شباب

پر وفا مې دا تمام جهان ګواه دی
د جفا تور دې بس تشه ادِّعا ده
حماد ماليار

ژوند که هرڅو د ورېښمو په لار يون دی
مګر ستړې او خفه په کې اروا ده
شیرین زوی

ماته مه وایه احتیاط په یون کې وکړه
مینتوب کې دا د جبن په معنا ده!
حسیني مختار

مرد هغه دي چې يې سر له وطن ځار شي
نامردانو د وطن کړې سودا ده
نسیم شاه عادل

دا نظام د مؤمن لپې او وطن مو
چې تر عرشه پورې ځي هغه دعا ده
حافظ سجاد

کګلېچونه د کوتل دې ستړی نه کړي
لارویه څو ګامونو ته اړتیا ده
منتظر نجرابي

ثناء خوان دې ربه واړه مخلوقات دي
که ګلاب دی، که غاټول دی، که بورا ده
تسل منیب

د عطرونو خوشبویي ترې پورته کیږي
معطره د ختن په څېر هوا ده
قاري یوسف احمدي

قد قامت پسې بلبل په نغمو وايي
ورپسې د سرو ګلونو اقتدا ده
پیر محمد کاروان

ښکاري شمس د زړه یې ورک دی له مودو نه
سوې لوې چې ناره د مولانا ده
راشد کامران

ارزښتمنه مې د اوښکو معما ده
د یو ورک فکر له هیلو نه پیدا ده
ثناءالله معصوم

چې نفرت ته وزګارېږي، هغه څوک دي؟
چې میین نه وي، کالبوت غوندې بلا ده
عبدالوهاب مومند

ما لالي ته د سوال ډکې سترگې راوړې
چا چراغ روښانه کړی او هوا ده
بهار عیار

تا د ډېرو زمانو خبرې وکړې
خو زمونږه زمانه دا ده چې دا ده
محمدالله تبسم

ها چې پښې پکښې زاهد کړلې تڼاکې
هغه لار په عاشقۍ موندلې ما ده.
عبدالغني وفا

په یوه نظر يې ټول عمر غلام شوم
ما اخیستې دانسته دغه سودا ده
شرر ساپی

ما له درده په زګي لاسونه ایښې
ستا پر شونډو راخوره مسته خندا ده
دوست محمد دوست

چې ازار – ازار لوګي ترې پورته کېږي
دا انګار – انګار زړګی ستا له جفا ده.
راشد جالب.

نن محفل کې پرونۍ رنګيني نشته
ستا فراق دی او که بله څه بلا ده؟
طالب العلم زابلي

وخت به تېر شي بیا به زما غېږي ته راشې
د تیارو تر شا معلومه ده رڼا ده
عزیزالرحمن ایاس

داچي زیړ زبيښلی رنګ مي دی جانانه
دا ستا مینه زما وېنه خوري لګيا ده
درمل عرفان

ستا د ياد ګلان له تندې پکې مړاوي‌
له زړګي مې نوره جوړه کربلا ده
ضيأ ضمير

کلیمې مې درستې ولوستلې مرمه
پورته شوې مې له ستوني څخه ساه ده
غازي انګار

ګمانونه یار زما په خوشحالۍ کړي
زما غم د معشوقې په خوله خندا ده
نقیب الله ارمان

د لاسو ګوتي تڼاکي شوې خوږېږي
د دردو پلنډه مې ځکه را په شا ده.
وکیل احمد متوکل

له خپل کوره له خپل کلي اواره ته
په پردي ګلشن کې ژوند ژړا، ژړا ده
بلهار جلالزی

چې دا ستا د مینې غم په زړه کې ساتم
ما دا یو عبادت کړی بې ریا ده
ذاکر مهاجر

دا چې هره لار د ژوند راته رڼا ده
راسره د مقدسې مور دعا ده
کریم سلطاني

د سپوږمۍ په شپه خوشبو راباندې لګي
روهېلۍ رېبلې څانګه د سوما ده
پیر محمد کاروان

ستا په درد به سړی څنګه نه درديږي
ستا کيسه ګوره آشنا کيسه زما ده
حاذق ماذدیګر

د غربت سيلۍ وهلی مې ژوندون دی
هره هيله د زړګي مې نېمه خوا ده
احسان ژمن

دا چې زرکې ځنې ارتې تڼۍ ګرځي
له شهبازه بويه شوې څه خطا ده !
نورالحبيب نثار

که سوزيږم، لوګی کیږم ، باک مې نشته
محبت مي د جانان د زړه سودا ده
مسکين

د یو چا له پاکو وینو مو اخیستي
په وطن کې د سکون او آرام سا ده
عبدالرحمن ادریس

داسي ښکلی نازولی مو پیشوا ده
پرې روښانه دا څلور کونجه دنیا ده
سیف صدیق

مسلمه امت به څنګه خوښي ویني
ځوان کهول یې په عیشونو مبتلا ده
سعادت بریال

شمله دارې پرېشتې پرې حواله کړه
چې سېزلې چاپه سرلمبو اقـ/ـصی ده
غلام حسن دردمند

نن سبا انډيوالۍ هم سر خوړلی
تر مطلبه ورورولي او ملګرتيا ده
م. فيضاني

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx