افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د امام ابو حنیفه (رح) په نوم کتاب کې سیالۍ ترسره کېږي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست وایي چې په نږدې راتلونکي کې غواړي د امام ابو حنیفه په نوم کتاب کې سیالۍ پېل کړي.

د یاد ریاست رییس قاري ساجد خوګیاڼي نن ټکی اسیا ته ویلي چې دا سیالۍ به د ځوانانو چارو آمریت سره په ګډه په چپرهار ولسوالۍ کې اخیستل کېږي.

نوموړي ویلي، چې په دې سیالۍ کې لومړنيو درې ګټونکو ته لپټاپ ـ کمپيوټرونه او نورو بریالي ځوانانو ته بېلابېلې جایزې په نظر کې نیول شوې.

هغه زیاته کړې یاده سالي به د غوایي په ۱۸مه، د چپرهار ولسوالۍ اړوند لېسه کې اخیستل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx