افغانستانخبرونه

د بهرنیو چارو وزیر د روغتیا د نړیوال سازمان له استازې سره کتلي

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، د غوایي ۱۶مه، ۱۴۰۳ل): د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان له استازې ډاکټرې حنان بلخي سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد په ګډون د یونیسف استازو هم ګډون کړی دی.

د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د پولیو پر ضد او په افغانستان کې د روغتیایي خدماتو په کیفیت خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان استازې ډاکټرې حنان بلخي وویل “چې د بل ګټس بنسټ ۱۵ میلیونه ډالر افغانستان سره د بنسټیزو روغتیايي چارو لپاره ځانګړي کړي دي. نوموړې څرګنده کړه چې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو حکومتونو هم په خپل وار درې درې میلیونه ډالرو په کچه افغانستان سره د روغتیا په برخه کې مرسته په پام کې نیولې ده”.

په یاده لیدنه کې مولوي امیر خان متقي ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه دې د روغتیا په نړیوال سازمان کې افغان استازي ومني، تر څو په سالمه توګه د روغتیا په برخه کې د افغانستان وګړو ته خدمات ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx