نظــر

د ختيځ له طالبانو د لوېديځ تر محصلانو؛ دوه تگلارې گډ پيغام !!

جبريل سعد
د فلسطين مقاومت خورا ډېر، پټ او نړۍ بدلونكي حقيقتونه را برسېره كړل او له افغانانو په الهام أخيستنې او پكې پر خپل نوښت او ابتكار يې هغه څه ممكن كړي، ورته رسېدلي او د نړۍ پام يې ورته اړولی چې بايد لا هماغه پر افغانستان د امريكا(!)په مشرۍ د ساختماني نړۍ يرغل او بيا يې د اشغال د دوام پر مهال داسې شوي وای، ترڅو د دغې يرغلگرې نړۍ له څيرې د ختيځ طالبانو نيمه لرې كړې پرده د اوس په څېر د لوېديځ محصلانو بشپړه پورته كړې او نړۍ يې د رښتوني بشريت كور گرځولې وای چې ښايي د ختيځ طالبانو د هماغې جگړې او ډيپوماسۍ پر ملاتړ د لوېديځ محصلانو پاڅونونو د غزې د ناورين پر گډون د خورا زياتو وينو تويېدنو مخه نيولې وای او دا له فلسطينيانو او حماس سره د افغانانو او اسلامي امارت د غبطې وړ ټكی دی. د افغانانو پر استازولۍ اسلامي امارت چې د كلكې خونړۍ جگړې، معقولو سياستونو او تبليغاتي رسنيزو هلوځلو پر ډگر د امريكا(!)په مشرۍ ساختماني نړۍ له بشريت ضد سياستونو او ستراتېژيو څومره پرده پورته كولی شوه او پورته يې كړه؛ هومره يې له نړۍ او ولسونو د پټې پاتې رښتونې څيرې رسوا كولو هڅې هم وكړې چې عمده يې د ځوانكيانو، پوهمينې طبقې(استادانو، محصلينو، داعيانو)، د هغوی د كورنيو او استازو د ضميرونو پر مخاطب كولو، احساساتو راويښولو او ورسره پر يو مهال يې د ولولو را پارېدو پر مخنيوي باندې متمركزې وې، خو لكه چې اړتيا او موخه يې وه؛ هغسې بريالۍ نشوې.
محوري او مركزي لامل يې دا چې دښمن د نړۍ په تر ټولو لرې گوټ كې له فكري او تبليغاتي پلوه خپل كور او د ورسره مل سيمه ييزو دښمنانو پر مټ يې تر سيمې را رسولې شبكې ته د يوې بلې نړۍ بڼه ور كړې او واقعيت يې هم بشپړ پټ ساتل شوی، نو كه څه هم ورته د لارې موندلو لپاره يې اسلامي امارت هغه مهال پر را منځته كولو لاس پورې كړی و؛ خو بالفعل يې د داسې فكري خوځښت اړخ نه درلود چې د دښمن په كور او هلته فكري او تبليغاتي جوړ كړي نړيوال چاپېريال دننه د يادو طبقو ضميرونه مخاطب، احساساتو راويښ او د ولولو را پارېدو مخنيوی يې وكړای شي. نو لا تر اوسه او اوس د ياد اړخ جوړونې ته شا كېدو سره تر هغه هم زيات د افغانستان، افغانانو او اسلامي امارت رښتونی انځور له نړۍ او هلته ځوانانو، پوهمينې طبقې، د هغوی د كورنيو او په دولتي كچه يې استازو څخه پټ او ناليدلی پاتې دی. خو حماس چې لا له وړاندې يې تر پوځي او سياسي اړخونو د فكري خوځښت اړخ ځواكمن و؛ پر مټ يې د دښمن فكري او تبليغاتي جوړې كړې يادې نړۍ ته له ايستلې لارې د هغې دغه حياتي انرژي د اقصی توپان په ترڅ كې د څو ورځو پر دننه استفاده كړه او دا دی پرې د ختيځ له طالبانو أخيستي الهام كې نوښت راوستلو تر څنگ يې د لوېديځ محصلانو پاڅونونو لړۍ ورځ تربلې تونده كړې، ساختماني نړۍ يې پر بل مخ اړولې او ترې بشپړه پرده يې پورته كړه.
د اقصی توپان غځېدلې لړۍ په توگه يادو توپاني پاڅونونو نه يوازې د دغې نړۍ واقعيتونو او موخو ته ور كړل شوي څرگند سرليكونه تش تېر ايستونكي او د واقع او حقيقت ضد ثابت كړي، بلكې د امريكا متحدو ايالتونو پر نوم مشري، د مشرۍ نوم، آدرس او د أمريكا په مشرۍ(!)لوېديځې نړۍ سرليك يې هم هغسې غولونكی او غلط ثابت كړی دی چې صهيونيست متحد دولتونه، سازمانونه، نړيوال ساختماني صهيونيستي جوړښت او د اشغالي فلسطين پلازمېنه يې نړۍ ته پر دغه سرليك ور پېژندل، پر اصطلاح لوېديځې نړۍ او امريكا اوس پر سړو مغزو د حقيقت درك كولو سره د ختيځ پر ملاتړ د همدې صهيونيستي جوړښت او د هغه د متحدو دولتونو او سازمانونو پر وړاندې پاڅون كړی او هغه أمريكا او لوېديځ چې د ختيځ پر وړاندې صهيونيستي سازمان پر خپل دغه سرليك غولولی، په اړه يې نورې نړۍ ته هم دغه فكر ور كړی او بشپړ لوېديځ يې پر خپل نوم كړی و؛ اوس د غولونې له ياد سرليك، فكر او نوم سره په مبارزه کې د دغو توپاني پاڅونونو شاهد دی. تر دغه رسوا شوي نړيوال سرليك او فكري يرغل لاندې چې د امريكا(!)متحد ايالتونو د ديموكراسۍ حقيقت او موخه د خلكو د خوښې نظام، پر خلكو د خپلو خلكو حكومتولي او امريكايي منځلاری اسلام ښودل؛ اقصی توپان او نړۍ ته يې غځېدليو پاڅوني څپو پرده ترې پر هوا كړه او د ديموكراسۍ پر نوم هر څه هم بشپړ بې پردې شول.
اوس د خلكو د خوښې نظام، پر خلكو د خلكو حكومتولۍ او منځلاري اسلام پر وړاندې پر ټول زور صهيونيستي وحشت او جنايت كارۍ روانې او د ديموكراسۍ تر سرليك لاندې د صهيونيستي سازمان پټې واقعي موخې او دريځونه په ډاگيز ډول تعقيب كېږي او د ديموكراسۍ برخه گرځول كېږي چې له ټولو موخو او دريځونو سره يې ټكر هم دي. د گڼو سرليكونو او تزويرونو په پردو كې نغښتي صهيونيستي نړيوال سازمان او له بشريت ورهاخوا يې جوړې كړې پټې صهيونيستي نړۍ او ايالتونو پر وړاندې د رښتوني انساني فطرت او بشريت پر غوښتنه له افغانانو سياسي الهام او د اوسنيو نړيوالو توپاني پاڅونونو ملتيا را خپلولو سره اقصی توپان د ختيځ له طالبانو د لوېديځ تر محصلانو يو اوږد مسير را لنډ كړ چې اوس له دواړو اړخونو د خپل ټولنيز توان، مشروعيت او لازم تدبير په توگه سياسي جهاد او سوله ييزو مدني پاڅونونو دوه جلا تگلارې په كار اچول شوې او نړۍ ته پر يو گډ پيغام له يو او بل سره را يو ځای شوې چې: ۱- له غزې د نړۍ گوټ-گوټ هرې كوڅې، كور او د صهيونيستۍ پر مټ د كفر په تيارو كې ساتل شويو انسانانو ته د اسلام سپېڅلی دين ورسېد او تر هغوی يې لمن ور پراخه شوه چې اسلام ته د بلنې نږدې په ټپه درېدو را وروسته د مسلمانانو تر ټولو ستره لاسته راوړنه او د جهادونو، دعوتونو او قربانيو د موخو او ارمانونو يې څرك دی.
۲- اسلام ترهگري او مسلمانان ترهگر نه، بلكې د انساني فطرت، بشري طبيعت او پر مدار يې د نړيوالې خواخوږۍ، يووالي او ورورولۍ مرجع همدا اسلام او مسلمانان دي چې د صهيونيت پر وړاندې د خنډ په توگه د نورو تزويري سرليكونو په څېر ورته د ترهگرۍ تبليغاتي سرليك او فكر عام شوی دی، ترڅو مخ ترې واړول شي او پر وړاندې يې نړۍ په لاشعوري ډول له صهيونيت سره ودروله شي.
۳- يوازې صهيونيت چې د انسانيت او بشريت له کرښې وتلی، پر وړاندې يې تر غولونكو سرليكونو لاندې جوړ شوی او د يهوديت پر گډون د نږدې ټولې نړۍ د افكارو او د ژوند تگلارو ضد دی؛ د ترهگرۍ له پېژندني سره سم وخوت او صهيونيت د بشريت د هرې سا ضد نړيوال سازمان وپېژندل شو.
۴- تر بېلابېلو سمبوليكو سرليكونو، كړنلارو او فكري تگلارو لاندې د پر اصطلاح لوېديځ نړيوالتوب څيره بربنډه شوې، هويت يې څرگند شوی او دا واقعيت پر اثبات رسېدلی چې حقيقت يې يو نړيوال صهيونيستي سازمان، خوځښت او شبكه ده، نه لوېديځ ولسونه او رښتوني ملي جوړښتونه چې دا اوس يې هم د بشريت او انسانيت پر مدار د غزې ملاتړ ته را دانگلي او صهيونيستو وحشتونو ته يې هر څومره لوړه بيه ور كوي.
۵- له بېلابېلو دولتونو او سازمانونو تشكيل شوي نړيوال صهيونيستي خوځښت او شبكې له اړوندو موخو او دريځونو پرته د بشريت، ديموكراسۍ او هيڅ ډول حقونو او ازاديو پر نوم څه نه شته، بلكې دا هرڅه يوازې د يادو موخو او دريځونو تزويري سرليكونه دي چې ورته د مزاحم جوړېدو په صورت كې صهيونيت پرې د بشپړ بطلان كرښه گرځي او له منځه يې وړي.
۶- هغه څه چې په غزه كې د انسانيت او بشريت ځپونكو كړنو پر وړاندې درېدليو نړيوالو پاڅونونو سره د هغوی د خپلې ديموكراسۍ د ژوند تگلارې او لوېديځتوب په چوكاټ كې روان دي؛ پر خپل ځای او خپل ډول كې د غزې د وحشتونو واقعي انځور دی او دا مانا لري چې د نړيوال صهيونيت پر وړاندې له دغو پاڅونو ورهاخوا هغه جگړه او سياسي فعاليتونه چې فلسطينيانو ترسره كړي او لاهم روان ساتلي؛ بشپړ يې حق دی.
۷- صهيونيستي له لوېديځتوبه تفكيك شوې، د ختيځ او لوېديځ تر منځ پر دښمنۍ ولاړ وېش له منځه تللی او د گردې نړۍ ځوان قشر، پوهمينه طبقه، مدني ټولنې، ملي او ولسي ځواك او آن د صهيونيستي سازمان متحدو دولتونو كې يې استازي ټول دغو حقيقتونو ته رسېدلي، بشپړ يې درك كړي، پر وړاندې يې د جهاد او پاڅونونو له لازمو لارو درېدلي، نړۍ له صهيونيستۍ څخه د خلاصون په درشل د بشپړ مثبت بدلون په حال كې ده او همداسې يو غورځنگ د فكري خوځښت اړخ په درلودو د دښمن له ليكو خپل همفكره را خپلولی او يوازې ځوانان، پوهمين، مدني ټولنې، ملي او ولسي ځواك او استازي يې نړۍ او ټولنه بشپړه بدلولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx