خبرونهنړۍ

د پاکستان په یو شمېر ایالتونو کې کروندګرو د لاریونونو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل): د پاکستان په یو شمېر ایالتونو کې کروندګرو د غنمو د نه پېرلو له امله حکومت ته د لاریونونو خبرداری ورکړی.

ددغه هېواد د خېبر پښتونخوا او پنجاب ایالت کروندګرو ویلي چې که حکومت له کروندګرو غنم و نه پېري نو مونږ به د حکومت پر وړاندې د غوایي په ۲۰مه، ستر لاریون پېل کړو.

په ورته وخت کې د خېبر پښتونخوا د خوراکي توکو وزیر ظاهر شاه تورو او د پنجاب د اطلاعاتو کلتور وزیرې عظمیٰ بخاري له دوی څخه د غنمو د اخیستلو خبر ورکړی.

ښاغلي ظاهر شاه تورو زیاته کړې چې د غنمو په پېرېدلو سره به بزګرانو ته د بانک له لارې پېسې ور کول کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx