خبرونهنړۍ

اسرایېلي ځواکونو د رفح ښار السام سیمې ځایي خلکو ته د نوي پوځي علمیاتو د پېلېدو خبرداری ورکړی

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل): فلسطیني تلویزیون خبر ورکړی چې اسرایېلو ځواکونو د رفح ښار السام ځایي خلکو ته خبرداری ورکړی چې له دې سیمې خان یونس ته د سر ساتنې لپاره کډه شي.

د یاد تلویزیون د خبر له مخې، اسرایېلي ځواکونو د بشر دوستانه مرستو د مخه نیولو لپاره د غزې په تړانګه کې کرم شالوم بندر هم بند کړی دی.

په ورته مهال د السام ځایي اوسیدونکو ویلي چې اسرایېلي تخنیک ګرانو یې ټلیفونونو ته غږیز پیغامونه استولي چې اسرایېلي ځواکونه دا سیمه د پوځي علمیاتو د شروع کېدو لپاره ځانګړې کړې.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx