افغانستانخبرونه

په بغلان ولايت کې ٤٩ جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت پاکه شوې

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل): د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ د نشه توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ددغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۴۹ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

د مسوولینو په وینا، یاده ځمکه د بغلان له مرکز او دهنه غوري ولسوالیو او یو شمېر نورو سیمو څخه پاکه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د زابل ولایت د نشه توکو سره د مبارزې مدیریت ۲۰۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx