نړۍ

ملګرو ملتونو په بصره ښار کې د سنيانو ټول وژنه وغندله

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): په عراق کې د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو لپاره ځانګړي استازي ویلي چې د بصره په ښار کې سني مذهبه عراقیان د شیعه ملیشو او پوځ له خوا د خپلې عقیدي او مذهب له کبله وژل کیږي.

نوموړي زیاته کړې چې زموږ د څیړنو سره سم د وژل شویو سني عراقیانو د ټول وژنې لامل یوازې همدا څرګند شوی، چې هغوی په مذهب سنیان دي، او څو ځله ورته د شیعه ملیشو له خوا ګواښ هم شوی وو.

نوموړي وویل چې په بصره ښار کې چې اکثریت هستوګن یې شیعه ګان دي، دسنیانو کورونه د (x) په علامه باندې نښاني کوي تر څو په مناسب وخت هغه کور په نښه شي، او ټول وګړي یې ووژل شي.

ملګرو ملتونو د عراق حکومت باندي ټینګار وکړ چې ددغو پيښو مخنیوی وکړي، او په بصره ښار کې د سني اقلیت حقوق خوندي کړي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د عراق حکومت او شیعه ملیشې د سنيانو په ټول وژنې تورنوي، بلکې ددې تر مخه هم دغو ادارو په تکراري ډول د عراقي حکومت او شیعه ملیشو په اړه اواز اوچت کړی.

د ملګرو ملتونو خاص استازي ویلي چې دوی یوازي په بصره ښار کې د تیرو دوو میاشتو په جریان کې ۳۸ داسې پيښې ثبتې کړي، چې په کې سنیان یوازې د خپل مذهب او عقیدې له امله وژل شوي. دوی وايي چې  دا یواځې هغه پيښې دي چې دوی یې په اړه څېړنه کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x