خبرونهنړۍ

کېنیا کې وروستیو سېلابونو ځایي خلکو ته زیانونه اړولي دي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۱۷مه، ۱۴۰۳ل): په کېنیا کې د وروستیو شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله ددې هېواد ځایي خلکو ته سخت ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

د کېنیا د حکومت ویاند ايزاک موورا ویلي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ورورستیو اورښتونو، بارانونو، برېښنا او سېلابونو له امله ۲۲۴ زره کسان زیانمن شوي.

نوموړي ویلي د سېلابونو راوتلو له امله ۱۶۳۲۰۰ کسان د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ شوي.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه د کورونو د نړیدلو او چتونو د پرېوتلو له امله ۲۴۵ تنه مړه شوي ۱۳۲ تنو څخه زیات ټپیان دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx