نړۍ

دلیبیا حکومت له مخالفینو سره اور بند اعلان کړ

war_in_lebyaنن ټکي اسیا مارچ ۲۰۱۱/۱۸) لیبیا: له هغه څخه څو ساعته وروسته چي دامنیت شورا په لیبیا کي پرالوتنو باندي بنديز ولګاوه، قذافی ته وفادارو قواوو له مخالفینو سره داوربند اعلان وکړ. 

دلیبیا دبهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، له اوربند څخه مو موخه دخلګو خوندي توب دي، نړیوال پریکړه لیک کي لیکل شویدی چي دخالی لاسي ولس دژغورلو لپاره له فوځي مداخلي څخه علاوه نوري ټولي لاري په نظر کی نیول شویدي.

 

له بله پلوه لویدیځ قوتونه پردي باندي خبري کوي چه دامنیت دشورا پریکړه لیک ته په څه ډول باید عملي بڼه ورکول شي،
نن سهار دامنیت شورا دپریکړه لیک له اعلانولوڅخه څو شیبي وړاندي دقذافي اومخالفو ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه وه، قذافي ته وفاداري قواوي دمخالفینو دمهم مرکز زاویه په لور دپرمختګ په حال کي وي، اودساحلي ښار الزویتینا لورته ته هم دسختو نښتو خبرورکول شوي وه.
مخالفینو نن سهار ویلي وه چي دلیبیا هوایی ځواکونو دمصراتا ښارباندي بمباري کړي وه،
دامینت شورا په نړیوالي پریکړه کي راغلي دي کچیري جګړه کونکي هیواد دپریکړه لیک احترام ونکړي، نړیوال ټولنه نه یواځي دهغه هیواد هوايي ځواکونه په نښه کولای شي بلکه واک لري چي دتیري کونکي هیواد ځمکني قواوي هم تربرید لاندي راولي.
باغي ځواکونو دامنیت دشورا دپریکړه لیک هرکلي وکړ، دشوراپریکړه یی په ډزو اونڅاوو باندي استقبال کړه، لیکن دلیبیا دحکومت ویاند دنړیوالي شورا پریکړه وغندله اوپریکړه یی دلیبیا په وړاندي په تیري سره تعبیر کړه، دقذافي زوي سیف الاسلام زیاته کړه دامنیت دشورا پریکړه له لیبیا سره بی انصافي ده ځکه چي مونږ هیڅکله هم عام وګړي ندي په نښه کړي.
بخت الرحمن بخت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close