خبرونهنړۍ

خلیل الحیه: اسرایېلو سره د اوربند لومړی شرط مو د حماس د ۳۰ لوړ رتبه مشرانو ازادول دي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د حماس د سیاسي دفتر مرستیال خلیل الحیه ویلي له اسرایېلو سره د اوربند لومړی شرط مو د اسرایېلو له زندانونو د حماس د ۳۰ مشرانو ازادي ده.

الحیه ویلي مصر او قطر ډاډ راکړی، چې له اسرایېلو سره د اوربند د شرایطو د پلي کیدو او پر هوکړه د اسرایېلو د ژمن پاتې کیدو ضمانت به د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن کوي.

نوموړي الجزیره تلویزیون ته ویلي، چې د اوربند دویم شرط د اسرایېلو له لوري د روانې وحشیانه جګړې د مطلق درولو اعلان دی.

حماس تېره ورځ د مصر او قطر په منځګړتوب له اسرایېلو سره د اوربند وړاندیز ومانه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx