افغانستانخبرونه

د افغاني سرې مياشتې ټولنې له لوري د سوري زړه په رنځ اخته ۴۰ ماشومان روغتونونو ته ور پېژندل شوي

 

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، چې نن سې شنبه پلازمینه کابل کې ۴۰ د زړه په رنځ اخته ماشومان یې څلورو بېلابېلو کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ وړاندې افغاني سرې میاشتې ټولنې د زړه په سوري اخته ۱۵ تنه ماشومان مختلفو روغوتونونو ته ور پېژندلي.

د یادولو وړ ده چې په تېرو ۲۱ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر دې دمه ۳،۰۶۸ د زړه په سوري اخته ماشومان کورنيو روغتونونو الباسط، الحیاط او ګلوبل ته د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx