افغانستانخبرونهنړۍ

برېښنا شرکت ګاونډیو هېوادونو ته د تېر کال پورونه ور ګرځولي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د افغانستان د برېښنا شرکت یو شمېر ګاونډیو هېوادونو او داخلي شرکتونو ته د تېر یو کال وارداتي برېښنا پورونه ور ګرځولي.

د برېښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني د رسنیو په مرکز کې مطبوعاتي کنفرانس ته ویلي چې د تېر یو کال پورونه مو ګاونډیو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ایران او داخلي شرکتونو ته ورکړي دي.

د نوموړي په وینا ” اوزبکستان هېواد ته ۸۶.۹ میلیونه امریکايي ډالره، تاجیکستان هېواد ته ۶۶.۱ میلیونه امریکايي ډالره، ترکمنستان هېواد ته ۳۶.۸ میلیونه امریکايي ډالره، ایران هېواد ته ۳۷.۷ میلیونه امریکايي ډالره، او همدارنګه، د برېښنا تولید داخلي شرکتونو ته ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه امریکايي ډالره د برېښنا پیسې ورکړل شوي دي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx