لیکنې

اسلامي امارت او کامیاب متوازن سیاست!

 

لیکوال: م حماد شیرزاد

اسلامي امارت د خپل حکومت او نظام له پیله خپله بهرنۍ تګلاره او پالیسي ډیره روښانه او واضحه کړې او هر وخت یې ټولو هیوادونو ته د متوازن سیاست او دیپلوماتیکو اړیکو پاللو ډاډګیرنه ورکړې او تل خپلې دغې پالیسۍ ته ژمن پاتې شوی، چې په وروستیو کې یې نتیجه ډیره مثمره وه او ان شاءالله هیله ده چې لا به هم د سیاست په ډګر کې غښتلې او پرمختللې اړیکې ولري.

یو وخت و چې نړۍ ټوله په یوه خوله وه چې طالبان/ اسلامي امارت یو ترهګره ډله او د نړۍ لپاره خطر ده، اړیکې ورسره پالل نامشروع او راشه درشه او یا هم رابطه ورسره بیخي ناشونې وه، خو د دوحې له مذاکراتو وروسته کله چې پخپله د سیمې هیوادونو او بیا نړۍ ولیدل، چې افغانان ترهګر نه؛ بلکې د خپل هیواد د مشروعې دفاع په خاطر جنګ او جګړې ته مجبور شوي، د مینې، سولې او امن خلګ دي، هماغه و چې د بیلابیلو اړخونو ذهنونو تغیر کولو، مذاکرات کامیاب شول، اسلامي امارت د ګران هیواد د حکومت واګي په لاس کې واخیستل، د هیواد دننه یې مینه وپاشله، هیڅوک یې له لاس ازار نشول او یو سپیڅلی نظام یې قایم کړ.

له پیله خو د زیاتره هیوادونو اړیکو ته کومه لیوالتیا نه وه، خو د اسلامي امارت د غوره سیاست، بهرنۍ پالیسۍ او دیپلوماتیکو اړیکو له امله د نړۍ بیلابیل هیوادونه مجبور شول او خپلې اړیکې یې ورځ تر بلې د رغېدا پر لور بوتلې، د همدې کامیاب سیاست په برکت اسلامي امارت د نړۍ بیلابیلو مهمو کنفرانسونو کې ګډونونه ترسره کړل، خپله داعیه او بهرنۍ تګلاره یې روښانه کړه او دا یې وویل چې سیاست او اړیکې مو تل د ټولو سره په متقابل احترام او سیاست ولاړې دي.

هوکی؛ د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو او نورو نمایندګیو ته د اسلامي امارت استازي، سفیران او دیپلوماتان ومنل شول، د نړۍ زیاتره هیوادونو کې د قونسلي او سفارتي خدمات لا ښه روان شول، افغانستان ته ورځ تر بلې د بهرنیو هیوادونو د لوړې کچې چارواکي راغلل، تر دې چې چین خپل سفیر رسما معرفي کړ، د افغانستان سفیر یې په چین کې رسما ومنلو، روسیه، ازبکستان، ترکمنستان، ایران، ترکیه، متحده عربي امارات، مصر، ترکیه، مالیزیا او نورو ډیرو هیوادونو ته د اسلامي امارت سفیران او نور دیپلوماتان لاړ، اړیکو پرمختګ وموند او د افغانستان لپاره یې د ګټو پیلامه وکړه.

خو په وروستیو کې سیاسي پرمختګونه لا ډیر شوي، همدا تیرو دوو اونیو کې افغانستان د ازبکستان، مالیزیا، روسیې، قزاقستان او نورو هیوادونو د لوپوړو دولتي چارواکو، چې د ځینې هیوادونو د لومړي وزیر مرستیال، مهم استازي، د کلیدي وزارتونو استازي، د لومړي وزیر سلاکارانو په شمول ګڼو مهمو چارواکو کوربه و، دلته یې بهرنیو، داخله او نورو وزارتونو له استازو سره خبرې اترې وکړې، تر دې چې د رئیس الوزراء د مرستیالانو او نورو ګڼو لوړپوړو امارتي مسؤلینو سره لیدنې وکړې، چې ډیرې هیله مندې او د هوساینې وړ وې.

همدا راز د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت استازو د اسلامي همکاریو سازمان په رسمي بلنه د یاد سازمان په غونډه کې چې د مئی په ۴مه او ۵مه نیټه ګامبیا هیواد کې ګډون ترسره او هلته یې د لوړپوړو د مهمو غړو هیوادونو له استازو سره لیدنې کتنې ترسره شوې.

 

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت تل هڅه کړی، چې د خپلې پالیسۍ او متوازن سیاست له مخې له ټولو جهتونو سره غوره اړیکې وپالي، د همدې لپاره په بیلابیلو هیوادونو کې د افغان دولت سفارتونو او استازولیو کې دیپلوماتیک چارواکي ګمارلي، تر څو اړیکې لا پر مخ لاړې او په متقابل احترام وپالل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx