افغانستانخبرونه

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو یو شمېر ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړي دي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مسوولینو په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر ځمکې د کوکنارو له کښت څخه پاکې کړې دي.

نوموړي ویلي، ۴۷۶جریبه ځمکه د لغمان له الینګار، علیشنګ او قرغیو ولسوالیو کې څخه، له بغلان ولایت څخه ۴۹ جریبه، شپږ جریبه له کاپیسا، درې جریبه له سرپل، درې جریبه له کنړ، څه باندې یو جریب په دایکندي، دوه زره او ۴۰۰ مربع متره ځمکه په سمنګان او څه باندې ۸ زره مربع متره ځمکه په هرات کې له کوکنارو پاکه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx