نړۍ

بوکو حرام په نایجیریا کې یو ښار نیولی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د بوکو حرام په نامه اسلامي وسلوالې ډلې په نایجیریا کې د حکومت څخه یو نوی ښار نیولی، او په دې سره یې د نایجیریا په شمالي ولایت (یوبي) کې خپل نفوذ نور هم پراخ کړی دی.

د تفصیلاتو سره سم د نایجیریا دولتي چارواکو ویلي چې بوکو حرام په (یوبي) ولایت کې د (بوني یادي) په نامه ښار تر خپلې ولکې لاندې راوستلی او هلته مېشت دولتي ځواکونه او پولیس یې شړلي، او په ښار کې دننه په دولتي تعمیراتو یې خپل بیرغ رپولی دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د ملګرو ملتونو مسؤلینو څو اونی مخکې ویلي وه چې په ګاونډي ولایت (بورنو) کې هم د بوکو حرام وسلوالو دوه ښارونه (دامبو) او (غوزا) تر خپلې ولکې لاندې را وستلي دي.

بوکو حرام چې معنا یې ده، غربي تعلیم حرام دی، په نایجیریا کې یو اسلامي روزنیز تنظیم وو، چې په کال ۲۰۰۲ د نایجیریا په شمال کې د (بورنو) په نامه ولایت کې تاسیس شو، او غوښتل یې چې د تعلیم او روزني له لاري د نایجیریا مسلمانان بیداره کړي، او خپلو سلب شویو حقوقو د بیرته تر لاسه کولو لپاره یې وهڅوي، خو د دولت له خوا ددغه تنظیم په مدارسو په خلاف عملیات پيل شول او په هر ډول فعالیت یې بندیز ولګېد، تر څو په کال ۲۰۰۹ د دې تنظیم د مشر دیني عالم محمد یوسف په شمول زیات شمېر نور علماء او مسلمانان ووژل شول، او په مقابل کې د بوکو حرام ډلې د نایجیریا د حکومت په خلاف وسله واله مبارزه تر پخوا لا ګړندۍ کړه.

ویل کیږي چې ددواړو لورو تر منځ په نښته او جګړو کې تر اوسه ۳ زرو څخه زیات کسان وژل شوي دي.

باید وویل شي چې د نایجیریا ۸۰ سلنه وګړي مسلمانان دي، خو د غربي ملاتړ څخه برخمن نصرانيان په حکومت او فوځ باندي مسلط دي، او اکثریت مسلمانان د تعلیم، رسنیو، تجارت، سیاسي او پوځي منصبونو څخه بې برخي پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x