افغانستانخبرونه

په افغانستان کې د یونیسف عمومي رییس د اوبو او انرژۍ له وزیر سره کتلي

نن ټکی اسیا ( سې شنبه، د غوایي ۱۸مه، ۱۴۰۳ل): په افغانستان کې د یونسیف عمومي ریيس تاج الدین اویلا د اوبو او انرژۍ له وزیر ملا عبداللطیف منصور سره د اوبو او انرژۍ د پروژو په برخه کې په دوه اړخیزو همکاريو خبرې کړي.

په یاده لیدنه کې ملا عبداللطیف منصور ویلي چې په افغانستان کې د اوبو او انژۍ پروژې ددې وزارت په لومړیتوبونو کې دي او په نږدې راتلونکي کې به یې فعالیتونه لا زیات شي.

په دې لیدنه کې تاج الدین اویلا ویلي چې د یونیسف اداره په پام کې لري، چې د ځمکې لاندې اوبو د سرچینو پیاوړتیا، د اوبو سرچینو د مدیریت او د څښاک اوبو د برابرولو په برخه کې په افغانستان کې کار وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx