خبرونهنړۍ

د روسیې له لورې د زیلینسکي د وژنې مخه نیول شوې

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د روسیې د استخباراتي ادارې له لوري د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د وژنې هڅه د اوکراین د استخباراتو له لوري فلج شوې.

د اوکراین استخبارات وایي د ولسمشر زیلینسکي په ځانګړي ګارد کې دوه لوړ پوړو قومندانانو د روسیې له استخباراتو سره لاس یو کړی و او غوښتل یې د اوکراین د ولسمشر په ګډون څو لوړ رتبه مشران ووژني.

د اوکراین استخباراتو ویلي د یادو دوه لوړ پوړو قومندانانو په دنده کې د ولسمشرۍ ځانګړي ګارد ته د ساتونکو جلب شامل و، چې غوښتل یې له خپل دې صلاحیت څخه په ګټه د ولسمشرۍ په ځانګړي ګارد کې د روسیې د استخباراتو په دستور یو شمېر داسې ساتونکي وګوماري، چې زیلینسکي غافلګیر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د روسیې د کورنیو چارو وزارت ولادمیر زیلینسکي د جنایي دوسیو په تور د تعقیبوونکو کسانو په نوملړ کې هم شامل کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx