افغانستانخبرونه

د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي سره کتلي

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې سرپرست مرستیال مولوي جانان عزیزي د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي علي موجاني سره کتلي.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د معتادینو په راټولولو، د نشه یي توکو پر وړاندې په اوږدمهالې مبارزې، بزګرانو لپاره په بدیل کښت او له ایران سره پر پوله د نشه یي توکو او د قاچاق په مخنیوي خبرې شوي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې علي موجاني له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت کارونه ستایلي او ویلي یې دي چې له شته پدیدو سره به په ګډه مبارزه کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx