افغانستان

هلمند کې یو عسکر خپل ۷ نور عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې یو عسکر خپل ۷ نور ملګري عسکر وژلي.

پېښه بېګا شپه د کندهار او هلمند په لویه لاره د پولیسو په یوې پوسته کې رامنځته شوې. ویل کیږي چې دغه ۷ عسکر د طالبانو د یو نفوذي عسکر له لورې چې د پولیسو په لیکه کې یې دنده ترسره کوله ووژل شول.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پولیسو تر وژنې وروسته دغه عسکر ټول وسلې او مهمات طالبان ته وړي.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي وايي چې دغه برید د دوی یو ملګري کړی او ویلي یې دي د ګرشک ولسوالۍ د نهرسراج په شیندک مانده سیمه کې د دوی  یو نفوذي ملګري د خپلې پوستې ۷ عسکر په ډزو ووژل.

احمدي زیاتوي چې دغه عسکر څه موده وړاندې د یوه پلان له مخې د عسکرو سره یوځای شوی و. د احمدي په وینا نوموړي تر برید وروسته ولاړ رینجر ته اور ورته کړی او یو میل ثقیل، یو میل راکټ، شپږ میله کلاشنکوفونه يې دوی ته ور وړي دي.

احمدي همدا راز په ترین کوټ کې د خپلو نفوذي ملګرو پر مټ د دوه عسکرو د وژنې او یو شمېر وسلو د نیولو ادعا کوي.

په بهرنیو او کورنیو ځواکونو د نفوذي عسکرو بریدونه په دې وروستیو کې زور اخېستی دی. څه موده وړاندې د طالبانو یو نفوذي عسکر خپلو ۷ ملګرو ته په ډوډۍ کې ذهر واچول او ويې وژل. همدا راز په کابل کې یو عسکر په بهرنیو پوځي افسرانو برید وکړ چې ۴ بهرني افسران یې ووژل او ۱۵ نور يې سخت ټپیان کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x