افغانستانخبرونه

کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د تاتارستان هېواد له یو شمېر سوداګرو، د نفتو او ګازو له استازو سره کتلي.

نن ټکی اسیا ( چهار شنبه، د غوایي ۱۹مه، ۱۴۰۳ل): د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د تاتارستان هېواد له یو شمېر سوداګرو، د نفتو او ګازو له استازو سره کتلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د تاتارستان سوداګرو په افغانستان کې د نفتو او ګازو په برخه کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده او د کانونو او پټرولیم له وزارت یې د اسانتیاوو د بربرولو غوښتنه وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د کانونو او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور دوی ته د پانګونې د هر کلي تر څنګ وویل چې اوس‌مهال په افغانستان کې سراسري امنیت تامین دی او د پانګه والو د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx