افغانستانخبرونه

د رسنیو د سرغړونې کمېسیون د افغانستان انټرنیشنل راډیو او تلویزیون د خپرونو په اړه د بندیز پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، د غوایي ۲۰مه، ۱۴۰۳ل): ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمېسیون وایي د افغانستان انټرنشنل راډیو او تلویزیون خپرونې ښکاره له اسلامي مقدساتو، ټولنیزو ارزښتونو، کلتوري معیارونو او ملي ګټو سره په ټکر کې دي.

د رسنیزو سرغړاویو د ارزونې کمیسون ویلي چې یاده رسنۍ په هېواد کې د حاکم نظام او ثبات پر خلاف د خپرونو له لارې باغیانو او د هېواد دوښمنانو ته کمپاین کوي.

دې کمېسیون د یادې رسنۍ پر وړاندې له امارتي ادارو، شنونکو، کارپوهانو او خبریالانو غوښتي چې له دوی سره د بحثونو له ګډون، همکارۍ او معلوماتو له ورکولو جدي ډډه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

دا يو غوره او معقوله اقدام دئ چي په شيطان انترنشنل ميډيا بنديز ولګيد بغیر د شيطانت، تعصب او درواغو بله خپرونه نه لري. د افغانستان په درنو وروڼو قومونو کې د نفاق زهر پاشل د دې شيطاني ميډيا پروگرام او برنامې دي.

شيرشاه

بلکل موافق يم

غلام حضرت

نه یوازی انتر نیشنل افغان بلکه ټولی غربی او د غرب لخوا تمویل کوونکی رسنۍ دجّالی رسنۍ دی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx