ختیځ کې د ناټو یو بل عسکر وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۳۱مه ۱۳۹۳ل): د ایساف ځواکونه وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د دوی یو بل عسکر وژل شوی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د ایساف د مطبوعاتي دفتر لخوا نن جمعه /زمري ۳۱مه/ رسنیو ته لېږل شوې په کې ویل شوي چې دغه عسکر د افغانستان په ختیځ کې په یوې چاودنه کې وژل شوی.

ایساف ددغه عسکر هویت او د وژنې ځای نه دی ښودلی.

د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ هم د کابل هوايي ډګر ته نېږدې یو امریکايي ډلګی مشر د ناڅرګند کس له لوري په چاړه حلال کړ او بریدګر له سیمې په تېښته بریالی شو.

که څه هم بهرني ځواکونه په دې وروستیو کې تر خپلو قرارګاو محدود شوي او بهر نه وځي خو کله چې له خپلو مرکزونو وتلي د طالبانو د سختو بریدونو سره مخ شوي.

ایساف ځواکونه چې د افغانستان څخه نور په وتلو دي دغسې وژنې ډير سخت زوروي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د