افغانستانخبرونه

د هوا پېژندنې ریاست سبا په یو شمېر ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل ورکړی

 

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا د هېواد په ۸ ولایتونو کې د بارانونو او سیلابونو اټکل ورکړی.

یادې ادارې ویلي چې دا بارانونه او سیلابونه به بدخشان، تخار، بغلان، پنجشير، نورستان، کونړ، لغمان او ننګرهار ولايتونه تر پوښښ لاندې ونیسي.

دا په داسې حال کې ده چې په بغلان، تخار، هرات، سمنګان او بدخشان ولایتونو کې د تېرې ورځې سېلابونو له امله هېوادوالو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي.

د لومړیو احصایو له مخې په یادو ولایوتونو کې د سېلابونو له امله ۱۵۸۹ کورونه نړيدلي چې ۲۵۸ کسانو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx