افغانستانخبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ترکیې په رسمي بلنه استانبول ته په سفر تللی

نن ټکی اسیا ( شنبه، د غوایي ۲۲مه، ۱۴۰۳ل): د حج او اوقافو وزارت وایي، چې د دغه وزارت وزیر شیخ نور محمد ثاقب او ورسره مل پلاوي ترکیې ته په سفر تللي.

د یاد وزارت په وینا، د ترکیې په رسمي بلنه د اسلامي نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو علماء او چارواکي استانبول ته غوښتل شوي، ترڅو د اسلامي اُمت د مشترکو ارزښتونو، واحد موقفونو، د اُمت د یووالي، د ورپېښو ننگونو او له خطرونو نه د راوتلو په اړه خبرې او مشورې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx