عيسويت وپيژنئ (پنځمه برخه)

لیکوال: فضلي (پکتياوال)

د عيسائيت تاريخ

عيسايت چې په کوم شکل کې نن مشهور ( معروف) دی، د هغه ابتداء څه وه؟ د دغې پوښتنې تفصيلي ځواب په ډيره تاريکی کې دی، اما کوم مواد چې له مونږه سره شته دي، د هغوی په رڼا کې دومره خبر معلومه شوې چې آسمان ته دحضرت عيسی u له پورته کيدو وروسته د هغه حواريينو د مخالفتونو له طوفان سره مقابله کوله او پوره د عيسوي دين په تبليغ کې مصروف ول او د همدغو ستونزو او خنډونو با وجود هغوی يو شمير ځانګړې کاميابۍ تر لاسه کړی، اما په دغه دوران کې يوه واقعه مخته راغله کومې چې حالات په بله واړول، واقعه دا وه چې يوه مشهور يهودي عالم ساؤل کوم چې تر دا مهاله د عيسوي دين په پيروانو سخت شديد ظلم او ستم کړی ؤ يو دم يې په عيسوي دين باندې ايمان راوړ، هغه داسې دعوه وکړه چې د دمشق په لار کې ماته  يو نور ښکاره شو او له آسمان څخه مې د حضرت مسيح u آواز واوريد، زه له دغې واقعې متاثره شوم او زړه مې په دغه دين مطمئن شو.

ساؤل چې کله د حواريونو مينځ ته ورغی او د خپل دغه انقلاب اعلان يې وکړ نو اکثر حواريين يې د تصديق لپاره تيار نشول، ليکن له ټولو اول برناباس حواري د هغه تصديق وکړ، د ده له تصديق څخه ټول مطمئن شول او ټولو حواريينو هغه په خپله ورور ولۍ کې شامل کړ، ساؤل خپل نوم بدل کړ او د پولس نوم يې کيښود، له دغې واقعې وروسته پولس له حواريينو سره د عيسوي دين په تبليغ کې مشغول شو، تر دې چې د ده په کوشش سره هغه خلک هم په عيسوي دين کې داخل شول کوم چې يهوديان نه ؤ، د همدغو خدمتونو له امله د عيسوي دين په پيروانو کې د پولس اثر او رسوخ پورته شو، تر دې چې ده کرار کرار په هغو خلکو کې د مسيح د خدايي، د کفاره او د حلول فی الجسم عقيدو تبليغ په آزادانه توګه شروع کړ ([1] ).

تبصره

د ( روز اليوسف) په ورځپاڼه كې هغه څيړنه خپره شوېده کومه چې د ازهر پوهنتون د تربيت د ځانګې استاد ډاكټر سيد مرعي له خوا تر سره شوې، دې څيړنې دا ښوولې ده چې له لسو زرو څخه زيات انټرنيټي سايټونه د اسلام او مسلمانانو په ضد د تبليغاتو په کولو بوخت دي، د د دغو سايټونو كلنۍ پانګه له يوه ميليارد ډالرو نه زياته ارزول شويده، دا پداسې حال كې ده چې د راپورونو له مخې د اسلامي اټرنيټي سايټونو لپاره چې شمير يې له ۲۰۰ څخه پورته ندی يوازې يو ميليون ډالر پانګه ورته ځانګړې شوې ده، په څيړنه کې دا هم ويل شوي دي چې د اسلام ضد انټرنيټي سايټونو د كار پيل له ۱۹۸۰ كال ته ورګرځي چې د صهيونيستي سازمانونو لومړنۍ ادارې وې چې له اسلام سره د مبارزې په لار كې د انټرنټ په ارزښت پوه شول او پدې لاره كې يې كار پيل كړ، د ځينو دغو سايټونو اصلي تګلاره د پيغمبر r په شان كې بې حرمتي او په قرآن كريم باندې تيرى کول دي او ځينې نور يې بيا قرآني آيتونو ته ورته جملې او عباراتونه خپروي چې له ډيرو تحريفونو څخه ډك دي، ځينې سايټونه مشهور قرآني عبارات او كلمات په عربي خط د خنزير، سپي او د يو شمير نورو حيواناتو په شکل ليکي، د دې تر څنګ ځينې غير اخلاقي سايټونه د ناوړه انځورونو تر څنګ د قرآن كريم آيتونه ليكي او بالاخره ځينې نور بيا مسلمانان په تروريستي كړنو، وينې تويولو او په نژاد پرستۍ تورنوي، دغه ټول ويب سايټونه د اسلام په وړاندې د جګړې د نويو لارو چارو لويه برخه ده چې غواړي د غير مسلمانانو په مينځ كې د اسلام ناوړه او غلط انځور خپور كړي تر څو اسلامي علومو ته د غير مسلمانانو د لاس رسي په لار كې خنډ شي، ډاکټر سيد مرعي د خپلی څيړنې په پاى كې غوښتنه کوي چې له دغه اسلوب څخه د دښمنانو د بې كچې ګټې اخيستلو په مقابل كې بايد له انټرنت څخه د اسلام د صحيح پوهاوي، تبليغ او دعوت په لار كې ډيره زياته استفاده وشي او دې كار ته ډيره پانګه ځانګړې شي ([2]).

[1] عيسائيت کيا هی صفحه نمبر ۶۸.

[2] التنصير فی البلاد اسلامی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د