خبرونهنړۍ

روسي ځواکونه د اوکراین لوی ښار خارکیف ته ننوتي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۲۴مه، ۱۴۰۳ل): رویټرز خبري اژانس ویلي چې روسي ځواکونه د اوکراین دویم لوی ښار ته ننوتي دي.

د رویټر خبري اژانس د خبر له مخې، تېره ورځ مسکو د اوکراین دویم لوی ښار خارکیف خلکو خبر داری ورکړی چې د سر ساتنې لپاره له دغه ځایه کډه شي.

روسي ځواکونه د اوکراین په خارکیف ښار کې داسې مهال جګړه پېلوي چې درې ورځې وړاندې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ کېمرون ویلي و چې پر اوکراین د روسیې یرغل د اروپا امنیت ته ګواښ پېښ کړی.

نوموړي ویلي و چې د فرانسې په ګډون اروپایي هېوادونه اړ دي، چې د خپل امنیت د خوندیتوب په موخه په اوکراین کې مستقیمه مداخله ولري.

خو د نوموړي خبرو ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زکروا ویلي و چې که اروپایي هېوادونه په جګړه کې د مداخلې نیت ولري، نو مسکو به یې په ځواب کې ځنډ ونکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx