افغانستانخبرونه

د پروان ولایت په مرکز کې د ترافیکي پېښې له امله یو شمېر وګړي ټپیان شوي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، د غوایي ۲۴مه، ۱۴۰۳ل): پروان ولایت کې د یوې ترفیکي پېښې له امله یو شمېر وګړي سخت ټپیان شوي دي.

د پروان ولایت امنیه قومندانۍ وایي چې د پروان په مرکز چاریکار کې د ترافیکي پېښې له امله نهه تنه ټپیان شوي دي.

امنیه قومندانۍ زیاتوي چې یاده ترافیکي پېښه د واده د سپرلۍ موټر د چپه کېدو له امله را منځته شوې چې د اووه ښځو په ګډون دوه ماشومان ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx